اسلام ??باد ۔ 11 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو او قامي او ادبي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د تېرو 30 ٬ 35 كلونو په مهال ترهګرۍ د پاكستان كلتور ٬ قامي ورثې او فلمي صنعت ته زيان رسولې۔ موجوده حكومت د 4 نيم كلونو په مها?? د ??خواني وزيراعظم نواز شريف د ويژن ترمخه د كامي??ب او ??عا??ه تګلار د لارې د ترهګرملا ماته كړې۔ وسله وال ځواك او اولس د ترهګرۍ په جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي۔ اوس هم سفر جاري دے۔ د امن او امان غوره وضعې په نتيجه كښې پاكستان كښې د نړيوالو مېچونو او نړيوالو اخترونو په شمو?? د ??ړيوالې كچې نورې هلې ځلې هم بحال شوي دي۔ پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د فلمي صنعت بحالۍ له مراعاتي پېكج اعلان كړې۔ چې مقصد ئې هېواد كښې د فلمي صنعت بحالي ده۔ په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص ته وده وركولو له فلم تر ټولو غوره كردار ترسره كولې شي۔ پاكستان كښې د فلم ډائرېكټورېټ په جوړولو هم كار روان دے۔ دې د ګل په ورځ د پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) او ايراني سفارت كلچرل ونګ په ګډه د 7 ورځني ايراني فلم فيسټيول پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔دوهمې وزيرې د ايران سفير مهدي هنر دوست سره شمعې بلې كړې او كېك پرېكولو سره ئې د فيسټيول پرانسته وكړه۔ دوهمې وزيرې خپل خطاب كښې د فيسټيول په كولو د ايراني سفارت مننه وكړه۔ دې وئيل د 60 او 70 په لسيزه كښې د پاكستان فلمي صنعت د نړۍ په لويو فلمي صنعتونو كښې شمېرلې شو۔ ولې د تېرو څو لسيزو په مهال ترهګرۍ كلتور ٬ فلم او قامي ورثه د منځه وړلې۔ دې ووئيل موجوده حكومت د 4 نيم كلونو په مها?? د ??خواني وزيراعظم نواز شريف د ويژن ترمخه د كامي??ب او ??عا??ه تګلار د لارې د ترهګرملا ماته كړې۔ وسله وال ځواك او اولس د ترهګرۍ په جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي۔
متعلقہ مضامین
-
Sharjeel Memon announces road laws enforcement action from Monday
-
Senate passes bill to increase salaries, perks for lawmakers
-
Shaheed Bhutto’s legacy celebrated with Nishan-e-Pakistan award
-
Govt demands report after attack on minister’s convoy in Thatta
-
Cop held for motorcycle theft, confesses to stealing 125 bikes
-
شمال مشرقی الیکٹرانکس آفیشل گیم پلیٹ فارم
-
Two rocket launchers recovered in Sheikhupura
-
PAF all set to defend its airspace
-
Deadline of investigation of major scandals extended again
-
Saeeduz Zamans appointment as Sindh governor challenged in IHC
-
فلیم ماسک انٹیگریٹی انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کی منفرد دنیا
-
Hula آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ کرنے کا مکمل طریقہ اور خصوصیات